سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۴۵ افغان کډوال پاکستان کې له زندان نه آزاد شوي

۴۵ افغان کډوال پاکستان کې له زندان نه آزاد شوي

ويب ډیسک

پاکستان کې د ت.البانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، د سفارت د مهاجرینو څانګې او کراچۍ کې افغان کونسلګرۍ د پرلپسې هڅو په ترڅ کې پرون له ۱۵ تر ۲۰ کسان اسلام اباد کې او تر ۲۵ نور افغانان د کراچۍ له زندانونو آزاد شوي دي.

د دغه سفارت په وینا اسلام‌اباد او پېنډۍ کې پولیسو په دې تور افغان کډوال نیولي چې د “مې ۹مې” په لاریونو کې یې برخه اخېستی ده او یا د اوسېدو اسناد نه لري. سفارت زیاتوي چې نیول شوي کسان ټول بې ګناه او غریب خلک دي او لاریونونو کې یې ګډون نه دی کړی.

یاد سفارت همدراز ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ادارو سره یې د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړي دي چې هغوی ورته د حل په موخه ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو کې یو ځل بیا د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانونو د نېولو او ځورولو راپورونه خپاره شوي دي.

#AfghanRefugees #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه