یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجاب ایالت خیبرپښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز لګولی

پنجاب ایالت خیبرپښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز لګولی

ویب ډیسک

د پاکستان حکومت له پنجاب ایالت نه خیبرپښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز لګولی چې له امله یې د وړو د میلونو اتحادیې د اعتراض په ډول کار بندیز اعلان کړی دی.

د وړو د میلونو اتحاديې مشر محمد اقبال وايي، خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږد بندیز له امله په دې ایالت کې د وړو بیې ورځ تر بلې لوړېږي.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د اکثریت پښتون مېشته خیبرپښتونخوا ایالت خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

بازار کې د وړو د لوړو بیو له امله په پېښور او شاوخوا سیمو کې د دولتي او ارزان بیه وړو ترلاسه کولو لپاره خلک اوږدو قطارونو کې ولاړ وي او په دې ګڼه ګوڼه د څو تنو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

بل خوا د پښتنو د حقونو مبارزین او ملت‌پال سیاستوال ادعا کوي چې پښتانه د پاکستان حکومت د دوه‌ګوني چلند ښکار دي او سره د دې چې زیاتره سرچینې د پښتنو په سیمه کې دي، خو حکومت پرې ولکه کړې او پښتانه یې له اساسي خدمتونو محروم ساتلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه