ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، افغانان بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري او د دې مرستو وېش لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی.
انتونیو ګوتریش یو ځل بیا پر ت.البانو غږ کړی چې د ښځو د کار کولو حق پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې یوه پرېکړه لیګ کې له دغه سازمان سره د افغان ښځو پر کار کولو د ت.البانو بندیز غندلی ؤ او د یادې ډلې په مشرانو یې غږ کړی ؤ چې د ښځو او نجونو د حقونو ځپل “ژر تر ژره” ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې ت.البانو د پخوانیو بندیزونو سربېره د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی چې ګڼ شمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.


