ويب ډیسک
د راپورونو له مخې ۳۸ کلن فرانسسکو اوروپيزا د خپل کور په انګړ کې هوایي ډزې کولې چې وروسته یې پر خپلو ګاونډيانو ټوپک ور تاو کړی او ۵ تنه یې په کې وژلي دي.
پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې چې ګاونډیانو له بریدګر شکایت کړی، ورته یې ویلي ماشومان یې ویده کېږی او دی باید ډزې ونه کړي، دې سره فرانسسکو په هغو خلکو ډزې کړي او پنځه تنه یې وژلي دي.
امریکا کې د روان عیسوي کال له پیل راهیسې د داسې ډزو ۱۷۴ پېښې ثبت شوي او د راپورونو له مخې خلک په بانکونو، ښوونځیو، بازارونو او حتی کلیساګانو کې د داسې بریدونو ګواښ احساسوي.


