دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي له هند سره اړیکو جوړولو لپاره قمر باجوه سره لیدلي ؤ

متقي له هند سره اړیکو جوړولو لپاره قمر باجوه سره لیدلي ؤ

ويب ډیسک

د ت.البانو په اړه نوي چاپ شوي کتاب کې راغلي، چې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هند سره د اړيکو ټينګولو او کابل کې د هندي ډيپلوماتانو فعاليت لپاره د پاکستان د وخت د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي ؤ او مشوره يې ترې غوښتې وه.

د نړيوالو اړيکو پروفيسور او د واشنګټن د ملي دفاع پوهنتون استاد حسن عباس خپل نوي چاپ کېدونکي کتاب کې ليکلي، چې د پاکستان له مشورې پرته کابل ته د هندي ډيپلوماتانو تګ او هغوی سره د ت.البانو د اړيکو جوړول، ناممکن کار ؤ.

ښاغلي عباس استدلال کړی، چې پاکستان اوسمهال له ت.البانو د مالي ملاتړ وړتیا نه لري او افغانستان ته يې د هند د راګرځېدو اجازه ځکه ورکړه، څو د مرستو لپاره امکانات پرانيزي.

ځينې څېړونکي په دې باور دي چې پر ت.البانو د پاکستان د پوځ او استخباراتو نفوذ ډېر دی او دوی په مختلفو پرېکړو کې د پاکستان د سياست تر اغېز لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ت.البانو ويلي، نړيواله پاليسې يې خپلواکه او بې پرې ده.

کتاب کې دا هم ويل شوي، چې د ت.البانو د مالیې د وخت وزیر هدایت‌الله بدري، چې اوس د افغانستان بانک رئیس دی، له جنرال باجوه سره د مشورې له مخې ټاکل شوی او متقي خپل سفر کې نوموړی له ځان سره ځکه بېولی ؤ څو باجوه سره يې مخامخ کړي.

کتاب کې راغلي، کابل ته د ت.البانو له راننوتلو وروسته، لومړنی بهرنی سفر د پاکستان د استخباراتو لوړپوړي چارواکي جنرال فيض حميد ؤ، هغه سفر چې د افغانانو په منځ کې يې پراخ غبرګونونه راپورته کړل.

خو دغه کتاب د جنرال فيض حميد له قوله ليکلي، “په ياد سفر کې زه يوازې نه وم، د چين او امريکا د استخباراتو مشرانو هم راسره ملتيا کوله”.

ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې خپل اختريز پيغام کې ت.البان د يو مخفي سازمان ډله وبلله، چې ويل کېږي اشاره يې پاکستان ته وه.

پاکستان په دې تورن دی، چې په تېرو کلونو کې يې ت.البانو ته پټن ځايونه، روزنه او امکانات برابرول او دا هغه څه دي، چې اوس يې يو شمېر ت.البان پخپله هم مني او پرې اقرار کوي.

#Afghanistan #India #Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه