دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه آصف وايي : ااا ورته ډاډ ورکړی چې له پاکستان سره...

خواجه آصف وايي : ااا ورته ډاډ ورکړی چې له پاکستان سره مرسته کوي

ويب ډیسک

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وایي، د افغانستان طالبان له پاکستاني طالبانو TTP سره ملګرتیا لري، خو غواړي چې ځان ترې جلا کړي.

هغه وایي طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې له پاکستان سره مرسته کوي، خو په داسې وضعیت کې نه دي چې له پاکستاني طالبانو TTP سره مخالفت وکړي.

نوموړي زیاته کړې پاکستان له ت.البانو سره ښې اړیکې لري، خو اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد، خصوصاً په خیبرپښتونخوا کې بریدونو لپاره کارېږي.

د خواجه آصف په وینا د TTP له ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ غړو په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ جګړه کړې ده، خو اوس طالبان غواړي چې له دوی خپله لاره جلا کړي.

هغه زیاته کړې پاکستاني طالبانو هغه پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې پاتې شوې دي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې راپورنه خپاره شوي ؤ چې دې ډلې د پاکستان حکومت او TTP ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب کړی، خو داسې ښکاري چې د ستونزې د حل لامل شوي نه دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه