ويب ډیسک
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي، ټاکل شوې وه چې زه افغانستان کې د بګرام پوځي مرکز وساتم.
هغه له (Fox News) سره په مرکه کې پر باېډن د نیوکې په ترڅ کې وایي، دوی چې په کوم ډول له افغانستانه راووتل داسې وه لیکه تسلیمي، “ځکه پوځ یې اول را وویست، د ۸۵ میلیارده ډالرو وسله یې پرېښودله او باګرام یې وسپاره.”
ټرامپ زیاتوي ما یوه پنځه کلن ماشوم ته دا وضعیت تشریح کړ او پوښتنه مې ترې وکړه چې تا په داسې وضعیت کې څه کول؟ د ټرمپ په وینا، ماشوم ورته وویل چې پوځ باید په آخر کې را ویستل شوی وی.
پخواني ولسمشر ټرامپ پر باېډن نیوکه کړې چې له افغانستان د پوځ د راویستلو پر وخت یې هلته ډېر شمېر روزل شوي سپي هم پریښي دي.
ټرمپ له دې مخکې هم په یوه مرکه کې ویلي ؤ بګرام پوځي مرکز یې د دې لپاره ساته چې له چین سره نږدې وه او د هغه هېواد له هستوي تاسیساتو سره یې یو ساعت واټن درلود.
ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره اونۍ سپينې ماڼۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه راپور کې ټرمپ پړ بللی و.


