ويب ډیسک
یوه فرانسوۍ میرمن کولټ مز، د څه دپاسه یوې پیړۍ راهیسې پیانو غږوي او لاهم په ټولنیزو رسنیو کې زرګونه مینه وال راجلبوي.
میرمن مز د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل څخه دمخه د ۱۹۱۴ کال په جون میاشت کې زیږیدلی ده. دغه فرانسوۍ پیانو غږونکې په ورځ کې څلور ساعته تمرین کوي او غواړي خپل د موسیقۍ بل البوم چې “۱۰۸ کاله پیانو” نومیږي خپور کړي.
په پاریس کې چې د هغې له اپارتمان څخه د «سن» سیند لیدل کیږي، میرمن مز په خپل سالون کې د دریو پیانوګانو ترمنځ په احتیاط سره قدم اخلي، خو د ځوانۍ شور او ذوق یې لاهم پر ځای دی. هغه په خندا سره وایي: “زه؟ زه ځوانه یم،.”
کولټ مز، وایي: “عمر هغه څه نه دي چې زه ورسره علاقه لرم. داسې خلک هم شته چې تل ځوانان وي، هر څه ته حیران وي، او بیا داسې خلک هم شته چې هیڅ شی ته پام نه کوي او هیڅکله یې د هیڅ شی سره مینه نه وي درلودلی، حتی د خپل میړه سره – آیا تاسو دا تصور کولی شئ؟”
پیانو زما ژوند دی
میرمن مز د خپل ژوند ډیره برخه د پیانو ښوونکې وه، او یوازې کله چې ۱۰۰ کلنه شوه هغې د خپل فیسبوک پاڼې له لارې د پام وړ مینه وال پیدا کړل.
د هغې دوامداره ښه روغتیا او د فرانسوي مخصوص څښاک، پنیر او چاکلیټ له استعمال څخه لاس نه اخیستل ډیرو خلکو ته د الهام منبع ده.
د میرمن مز زوی، ژورنالیست فابریس مز وایي، “هغه خلکو ته قوت ورکوي — له همدې امله دي چې هغه دومره لیونۍ بریاوی لري.” هغه په ویاړ سره زیاته کړه چې مور یې یوه له هغو لږو خلکو څخه ده چې له ۱۰۰ څخه ډیر البومونه یې خپاره کړي.
میرمن مز په پنځه کلنۍ کې پیانو غږول پیل کړل، هغه وایي د ځوانۍ بل راز؟ یې دادی چې “ما ډېره نڅا وکړه.” او “زه اړتیا لرم چې خپل عضلات، زما معده، زما پښې، زما لاسونه احساس کړم. دا ټول باید ژوندي وي


