ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د “د صفر کثافاتو نړیوالې ورځې” په مناسبت ویلي، چې د کثافاتو مدیریت افغانستان کې لا هم یوه لویه ننګونه ده او د اقلیمي بدلون، ککړتیا او روغتیا پورې اړوند ننګونو ته د رسېدو لپاره د صفر کثافاتو تګلارې پلي کول مهم کار دی.
اوچا وایي، چارواکي بايد د کثافاتو خځلو راټولو برخه کې عامه پوهاوی او نوښت زيات کړي.
اوچا همداراز زیاته کړې، چې افغانستان کې مرستندویه بنسټونه د ښاري فاضله اوبو د راټولولو او د کورنیو په کچه د کثافاتو مدیریت د پیاوړتیا په موخه په غیر رسمي استوګنځایونو او تر ټولو بې وزلو سیمو تمرکز کوي.


