یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل کې د د انجونو د زده کړو لپاره لاریون کوونکې ښځې...

کابل کې د د انجونو د زده کړو لپاره لاریون کوونکې ښځې نیول شوې

ويب ډیسک

په کابل کې یو شمېر ښځو د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی، خو ویل کیږي چې طالبانو د دغه لاریون مخه نیولې او ځیني معترضې ښځې یې نیولي دي.

دغه معترضې ښځې چې ویل کیږي شمېر یې څه کم ۲۰ تنې و، نن یکشنبه مارچ ۲۶ (وري شپږمه) د کابل ښار لوېدیځه څنډه د «پل سخته» سیمې مربوطاتو کې خپل لاریون پيل کړی و او «تحصیل زموږ حق دی»، «پرېږدی چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي» او «تحصیل زموږ سره کرښه ده» شعارونه ورکول.

دغه معترضو ښځو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د بندېدو پر دوام باندې انتقاد وکړ او ویې ویل چې تعلیم او تحصیل باید په دغه هیواد کې سیاسي نشي.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې وویل: “د افغانستان ښځې د څه باندې یونیم کال راپدېخوا د طالبانو تر حاکمیت لاندې له تعلیم، تحصیل او کار څخه محرومې دي.موږ دلته د کابل لارو ته راوتلي و تر څو د طالبانو د سیاست په وړاندې اعتراض وکړو.”

دغه معترضو مېرمنو ادعا وکړه چې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله ځینو نجونو ځان وژنه کړې او په ټول هیواد کې په کم عمر کې د نجونو ودول زیات شوي دي.

دوی د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو خلاصولو په اړه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دوی ملاتړ وکړي.هغوی پر نړیوال ټولنې هم غږ وکړ چې د دوی ترڅنګ پاتې شي.

پر همدې مهال یو شمېر نورو معترضو معترضو مېرمنو وویل چې طالبانو د دوی د مظاهرې مخه نیولې او ادعا یې وکړه چې د هغوی امنیتي کسانو یو شمېر معترضي ښځې هم نیولي دي.

د نسرین فرامرز په نوم یوې معترضې ښځې امریکا غږ ته وویل: “زموږ اعتراض تر یو ځای مخته ولاړ، خو په ۱۳مه امنیتي حوزه کې د طالبانو یو چیک پانټ ته نژدې و، بدبختانه زموږ سره یې ډېر ناوړه چلند وکړ.”

اغلې نسرین زیاته کړه چې د رقیه ساعي، فاطمې محمدي، یاقوت ماندګار او ملالۍ هاشمي په نوم معترضې ښځې د طالبانو امنیتي کسانو لخوا نیول شوي دي.

خو په کابل کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو تر دامهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په کابل کې یو شمېر ښځو د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو بندېدو په غبرګون کې لاریونونه کړي دي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا حاکمیت وروسته، د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر «امرثاني» و ځنډول او همدارنګه یې د ۲۰۲۲ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې ښځې او نجونې هم په پوهنتونونو کې تر «امرثاني» پوري له تحصیل څخه منع کړې چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړي دي.

تمه کېده چې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره به طالبان د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازې خلاصې کړي، خو تر دا مهاله یې پدې اړه اعلان نه دی کړی.

په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقوقو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه رامځته کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې پدې اړه بیا فکر وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه