دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرمیزراجه :د شارجه د کرکټ میدان پيچ ته په کتو به د...

رمیزراجه :د شارجه د کرکټ میدان پيچ ته په کتو به د افغانستان او پاکستان تر منځ راتلونکې لوبې

ويب ډیسک

‏د پاکستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر رمیز راجا وایي، د شارجه د کرکټ میدان پيچ ته په کتو به د افغانستان او پاکستان تر منځ راتلونکې لوبې خوندورې وي او هیله یې څرګنده کړې چې له دې ماتې وروسته بیا هم د پاکستان له لوري د لوبلړۍ ګټلو ته هیله‌مند دی.

‏هغه ویلي، د پاکستان لومړیتوب باید د لوبې ګټل وای او ضعیفه لوبه کول دا ښيي چې ګواکې پاکستان کې د ښو لوبغاړو یا وړتیا کمی دی.

راجا زیاته کړې، پاکستان باید پرونۍ لوبه کې یو بل ورو توپ اچوونکی لوبولی وای، خو په وینا یې، وبه ګوري چې له ماتې وروسته به د پاکستانۍ لوبډلې ستراتیژي څه وي.

‏پاکستان تېره شپه افغانستان ته ۹۳ منډې هدف ټاکلی ؤ، چې دا په شل اوریزو لوبو کې د پاکستان پنځم کښته هدف دی. افغانستان د ۴ وېکټو په زيان سره اتلسم اور کې لوبه وګټله.

‎#AFGvPAK ‎#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه