دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقطر کې د نجونو د زده کړو په اړه غونډه شوې.

قطر کې د نجونو د زده کړو په اړه غونډه شوې.

ويب ډیسک

د قطر په کوربتوب په دوحه کې له طالب چارواکو سره د نجونو د زده کړو په اړه غونډه شوې.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې په دې غونډه کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولواح بنت راشد الخاطر، د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف ادارې سیمه ییز مشر جورج لاریا او یو شمېر نورو قطري چارواکو او د طالبانو ادارې د پوهنې وزیر مولوي سید حبیب الله په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.
اعلامیه وایي، د خبرو اترو په لړ کې ګډونوالو په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو، کمزورو زیربناو او محدودو بشري منابعو سربېره، په ځانګړي توګه زده کړو ته د نجونو د مساوي لاس رسي په اړه خبرې اترې وشوې.
زیاته شوي ده، چې د غونډې ګډونوالو د «زده کړو په حق» د باور لرلو او د زده کړو پر اړتیا خبرې اترې وکړې او موافقه یې وکړه چې څو یو ګډ لید رامنځته شي څو وکولای شي په دې برخه کې له شته ننګونو سره مبارزه وکړي، تر څو د افغانستان په ټولو سیمو کې افغان ماشومانو ته په مساوي ډول په لوړ کیفیت د زده کړو زمینه برابره شي.
د طالبانو ادارې د پوهنې وزیر مولوي سید حبیب، د دې غونډې په تنظیمولو کې د قطر دولت د هڅو ستاینه کړي، چې غواړي په افغانستان کې د زده کړو کیفیت لوړولو او زده کړو ته د نارینه او ښځینه زده کوونکو د لاس رسي ډاډمنولو لپاره د حل لارې په لټه کې دي.
څه باندې یو نیم کال کیږي، چې طالبانو په افغانستان له شپږ ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي. اوس په افغانستان کې د ستر عمر نجونې نشي کولی، چې ښوونځي ته ولاړې شي او یا هم په پوهتونونو کې لوړې زده کړې ترسره کړي.
د نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او د نړۍ معترو اسلامي بنسټونو د طالبانو دا پریکړه غندلي او له انساني حقونو څخه یې سرغړونه بللې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه