سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسیوۍ والسوالۍ ته نږدې د کچهي سیمه کې د پولیسو په موټر...

سیوۍ والسوالۍ ته نږدې د کچهي سیمه کې د پولیسو په موټر ځانمرګی برید شوی

پښتو جرنل

د بلوچستان کچهي والسوالۍ په سیمه کې او سیوۍ ته نږدې د بلوچستان د پولیسو په یوه موټر ځانمرګی برید شوی چې لکبله يي د پولیسو په وینا نهه تنه مړه او شپږ ټپیان شوي .
ځايي پولیس د چاودنې ځای ته رسېدلي مړه او ټپيان کسان يي د سیوۍ اولسي روغتون ته لیږدولي دي .
د کچهي د پولیسو یو مشر محمود نوتیزي خبریالانو ته وویلي چې چاودنه په موټر سائيکل باندې سپور یوه کس کړې او دا برید ځانمرګی وو هغه زياته کړه چې د برید نه وروسته چاودونکي مواد خنسا کوونکي کسان چاودنې ځای ته سم دستي ورسېدل .
محمود نوتیزي زياته کړه چې په سیمه کې پلټنې روانې دي.
د بلوچستان ایالت والي ملک ولي کاکړ د کچهي پیښه غندلې او په پیښه کې اوښتي زیان باندې خواشينی څرګنده کړې او زياته وي چې ترهګر غواړي د ناوړه کړنو ترسره کولو سره دوي خپلو ناوړه مقصد ته ورسېږي ښاغلي کاکړ په دې هکله وویل چې دوي به داسې دسیسې د اولس په مرسته شنډې کړي.
یاد دې وي چې په سیوي والسوالۍ کې لرغونې مېله هم دوام لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه