سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالب چارواکو په افغانستان کې د پاسپورت وېشلو بهیر پیلېدو خبر ورکړ

طالب چارواکو په افغانستان کې د پاسپورت وېشلو بهیر پیلېدو خبر ورکړ

ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست نن چهارشنبه مارچ لومړۍ (کب لسمه) ویلي چې انلاین فورم لرونکو افغانانو ته د پاسپورت وېشلو بهیر نن پرانیستل شو.
دغه ریاست زیاته کړې: “د پاسپورټ عمومي ریاست د انلاین فورم لرونکو مراجعینو ته د پاسپورټ د ویش بهېر نن رسماً پیل کړ.”
طالبانو حکومت شاوخوا پنځه میاشتې دمخه په افغانستان کې د ناڅرګندو دلایلو له مخې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر وځنډوه.د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د ځنډ علت تخنیکي ستونزې یادې کړې وې او ویلي و، چې دغه ستونزه به ژر حل شي.
دغه ریاست د فبرورۍ میاشتې پر ۲۳مه ویلي و چې یادې تخنیکي ستونزې هواري شوي او په خبره یې د پاسپورتونو وېشلو بهیر به د مارچ پر لسمه پیل شي.
د پاسپورت عمومي ریاست له مراجعینو څخه غوښتي و چې د پاسپورت اخیستلو لپاره انلاین فورمې ډکې کړي. خو یو شمېر افغانان بیا شکایت کوي چې د دغه ریاست لخوا اعلان شوی انلاین سایټ زیات وخت کار نکوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه