دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمودخان اڅکزی پاکستان ته، توبه به باسي او افغانستان په...

محمودخان اڅکزی پاکستان ته، توبه به باسي او افغانستان په هکله به خپله تګلاره بدله وې

پښتو جرنل

د مورنیو ژبو نړیوالې ورځ په مناسبت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لورې د کوټې ښاروالۍ په تالار کې غونډه وکړه غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وینا وکړه او وې ويل چې
مونږ باید خپل ملګري داسی وروزو چې انسانان سره وروڼه دي او مونږ به له انسانيت سره مینه لرو . هغه زیاته کړه چې له انسان  نه رنګ او نسل په بنسټ نفرت کول د انسانیت له چوکاټه وتلی خبره ده  .

محمود خان اڅکزي وويل چې په پاکستان کې د ویش په وخت  پښتنو مشرانو نه خطا وشوه له دې امله
خان شهید د خپل د قام ساتلو لپاره خپل سیاست يي دریو ولسوالیو پورې محدود کړلو هغه وویل د ایالتو د تقسیم نه وروستيو خان شهید سره یو تعلیم یافته تن ونه درېدو .

اڅکزی خپلو خبرو کې وويل چې نن د پاکستان هر جمهوري خوښونکی  ګوند هغه خبره کوي کومه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند له کلونه راهیسې کوي .

پښتونخواه میپ مشر وویل چې د دوي ګوند په پاکستان کې پښتنو ته یو ګډ ایالت د پښتونستان په نامه ورکوي  .

هغه زیاته کړه چې د پښتانه اوبو او وطن قبضه شوی ده .
مونږ ته به  هم صوبه راکوي هم به اوبه راکوي .

د مورنیو ژبو په هکله ښاغلي اڅکزي وویل چې
الله تعالی د ژبه اهمیت ذکر په قرآن کې کړی .

محمودخان زیاته کړه چې زمونږ سیمه په بد حالت کې ده .
مونږ په ظالمه دنیا کې ژوند کوو چرته چېد نړۍ لوی هېوادونه د خپلو ګټو لپاره په لکهونو کسان وژني .

د پاکستان اوسني وضعيت په هکله محمود خان اڅکزي پخپله وینا کې وویل چې د پاکستان حالت ورځ تر بله خرابېږي خو غمخوار نشته ، مونږ د دې هېواد اوسېدونکي یو مونږ نه غواړو چې هېواد ته زیان ورسیږي هغه وويل مونږ په وار وار ویلي چې ګول مېز کانفرانس راوغوړي خبرې به سره وکړو او د حل لاره به راوباسو .

ښاغلي اڅکزي په وینا کې زیاته کړه چې پاکستان به خپله تګلاره د افغانستان په هکله بدلوي او پاکستان به توبه باسي .افغانستان کې ټول متفق دي چې په زور به پاچاهي نه اړوو .

محمود خان په طالبانو غږ وکړ او وې ویل چې طالب به مهرباني کوي او خپل ګاونډي هېوادو ته وايي چې نه ستاسو هېواد کې لاسوهنه کوم او نه به زمونږ هیواد کې لاسوهنه کوي .

د خپل ګوند په هکله محمود خان اڅکزی وویل چې پښتونخوا میپ د‌سختي ورځې تېرې شوې اوس خلک ګوند ته راځي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه