دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پښتنو په حقله ساٸنسي څيړنه(دومه برخه)

د پښتنو په حقله ساٸنسي څيړنه(دومه برخه)

لیکنه : سعید اپریدی 

ښاغلي عبدالروف خان ماته د نوې څيړنې په حقله څه معلومات راليږلي دي د هغوي پ وينا چې په دې څيړنه کښې زه خپله هم وم او دا څيړنه پروفيسر ډاکټر ايوب کاکړ د امريکن ساٸنټسټ په مرسته سر ته رسولې وه او د هغې څيړنې نه دا نتيجه راوتې وه چې پښتانه د ارين سره تړون لري هغه څيړنه زه دلته کښې د لوستونکو سره شريکوم ـ دا څيړنه په انګريزي ژبه کښې ده خو ما اردو ته ژباړلې ده د لوستونکو د اسانتيا دپاره :
“سب سے عام نسب (haplogroups R1a1a*-M198 اور L3-M357) کا تخمینہ 15 Y- مخصوص STR لوکی کے سیٹ کا استعمال کرتے ہوئے لگایا گیا تھا۔ مشاہدہ شدہ ہیپلو گروپ کی تقسیم شمالی آبادی کی کچھ حد تک جینیاتی تنہائی کی تجویز کرتی ہے، ممکنہ طور پر ہندوکش پہاڑی سلسلے نے اسے جنوبی افغانوں سے الگ کیا ہے جن کا پاکستان سے پڑوسی پٹھانوں کے ساتھ زیادہ رابطہ رہا ہے اور برصغیر پاک و ہند سے ہجرت ہوئی ہے۔ ہمارا مطالعہ افغانستان اور پاکستان سے تعلق رکھنے والے پٹھانوں کے درمیان جینیاتی مماثلت کو ظاہر کرتا ہے، یہ دونوں ہیپلوگروپ R1a1a*-M198 (>50%) کی برتری اور ایک ہی ماڈل ہاپلوٹائپ کے اشتراک سے نمایاں ہیں۔ مزید برآں، R1a1a-M198 کی اعلی تعدد اور پٹھانوں میں G2c-M377 کروموسوم کی موجودگی خزاروں کے فائیلوجنیٹک سگنلز کی نمائندگی کر سکتی ہے، جو پٹھانوں اور اشکنازی گروپوں کے درمیان ایک مشترکہ ربط ہے، جبکہ E1b1b1a2-V13 کی عدم موجودگی ان کے یونانی نسب کی حمایت نہیں کرتی۔

د دې څيړنې نه دا نتيجه د عبدالرٶف خان صيب په وينا راوځي چې د پښتنو تعلق د ارين سره خو دے دے بلکښې ورسره چې کوم پښتانه په کشمير ګلګت او بواهوي بيلټ کښې ميشت پښتانه مستونګ کهډ کوچه او قلات کښې د هغوي وينه اخستې شوې هغه هم ارين ثابت شوي دي ـ

جميل شموزے چې زه د هغوي تحقيق يو جديد تحقيق ګڼړم ـ هغوي چې د انټرنيټ نه څه معلومات د پښتنو په حقله راټول کړي دي او برق صيب په خپل کتاب پښتون قام يا نسل کښې خپور کړي دي د هغو نه هم څه معلومات د خپلو لوستونکو سره شريکوم ـ
ساٸنسدانانو د انسانانو درجه بندي کړې ده او د شريکو نيکونو اولاد ٸې په يوه ډله کليډ کښې شامله کړي دي ـ
د پښتنو ډي اين اے چې کله اوکتے شوه نو د Haplogroup-R-M420) فريکونسي پکښې (51.02) فيصده وه او د (Haplogroup -R-QM242) فريکونسي پکښې (16.13) او (18) فيصده ده هيپلو ګروپ R1A په يوريشن ګروپ کښې زيات دي او دا ګروپ د سکنډې نيو يا وسطي يورپ جنوبي ساٸبريا نه تر جنوبي ايشيا پورې خور دے ـ

د R1A ګروپ د زړښت په حقله ليکي “R1A د 22000 کلونو نه تر 25000پورې زوړ دے . M-417 تر 5800 کالو پورې زوړ دے ـ
د افغانستان په خلقو کښې Subclade R.1.A.1A يا M-417 فريکونسي په پښتنو کښې 52 فيصده کرغيز کښې 50 فيصد او تاجکو کښې 30_فيصده دے ـ
د ډي اين اے د تجربو نه ثابته شوه چې په پښتنو کښې کليډ R1A او سب کليډ R.1.A.1A زيات دے ـ
اوس د دې معلوماتو دپاره چې د پښتنـ د پيداٸشي کليډ علاقه کومه ده په دې سلسله کښې د پوهانو بيلې بيلې راٸې دي ـ
خو هندي پوهانو د دې ګروپ زمکه افغانستان ايران زمکې په ګوته کوي ـ
پيټر اے انډر هل وغيره د يوريشيا په 126 ځايونو کښې د 16244 خلقو د وينو معاٸنه کړې ده او نتيجه ٸې ترې دا راباسلې ده چې د دې ګروپ د بدلون او خوريدو زمکه ايران او افغانستان ده ـ
د ساٸنسدانانو د مشاهداتو نه ثابته شوې ده چې د پښتنو هيپلو ګروپ R1RA1A تعلق د پيداٸش زمکې هم هغه دي په کومو زمکو کښې چې ساٸيتهين او يورپ قومونه اباد وو ـ

د دې نه علاوه نور هم د پښتنو په حقله د ډي اين اے ټسټونه شوي دي چې د هغې نه دوه او دوه څلور ثابته شوې ده چې پښتانه د ارين سره نزديکت لري نه چې د نورو خلقو يعني بني اسرائيل يا سامي خلقو سره ـ
خو لوستونکي به دا سوچ کوي چې د پښتنو تاجکو يا د نورو ګانډي خلقو دا ډي اين اے ولې دومره نزديکت لري يا په پښتنو کښې د تاجکو وغيره ډي اين اے ولې موندلے شي نو د هغو دپاره چې پښتانه د ايشيا د ملا په تير باندې پراته دي دلته بلها قومونه راغلي دي او د پښتنو سره اباد شوي دي څ ٸې پښتنو ته ورکړي او څه پښتنو ورکړي دي بلکښې بعضې لوي لوي قومونه خو پکښې بيخي غيب شوي دي او اوس ٸې هيڅ پته نه لږي چې دا نور خلق دي بلکښې اوس سوچه پښتانه ګڼلے شي او ګڼل ٸې هم پکار دي او هغه ځکه چې هر هغه وګړے چې پښتږ واٸي پښتو کوي او پښتو پالي هغه پښتون دے ـ بل د پښتنو نه به مـونږ ديو خالص نسل طمعه هم نه کوو او هغه ځکه چې په دنيا کښې په هر نسل کښې ګډونشوے دے بلکښې د نسل نه قوم جوړ شوے دے ـ خو د پښتون قوم د زړښت نه هيڅوک هم انکار نه شي کولے ـ بلې برخه کښې زه کوشش کوم چې د پښتنو په لسانياتي اړخ باندې سر سري نظر د پوهانو د رايو په رڼا کښې واچوم او دا ثابته کړم چې په لسانياتي توګه هم پښتو د سامي ژبو سره څه تړون نه لري ـ

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه