ويب ډیسک
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره وايي، طالبان د ټول هېواد (افغانستان) په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو راتلونکی خطر سره مخ کوي.
د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حجا لحبیب افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه غندلي او ویلي یې دي، چې بلجیم د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.
اغلې لحبیب زیاته کړې، چې یوه لاره یې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له سیمهییزو لوبغاړو سره زیاته همغږي ده.
د مونیخ امنیتي کنفرانس د فبرورۍ په ۱۸مه جرمني کې پیل شو. دغه کنفرانس ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله حسنا جلیل او د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج هم بلل شوې وې.


