یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

افغانستان عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

ويب ډیسک

افغان کرکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د شل اوريزې لوبلړۍ کپ په خپل نوم کړ.

افغان لوبډلمشر راشد خان د نننۍ لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د اماراتو لوبډلې د ۶ وېکټو په زيان سره افغانستان ته د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې د لوبې دويمه پاڼۍ کې د څلور وېکټو په غورځېدو سره ياد هدف په ۱۹م اور کې پوره او بريا يې خپله کړه.

د توپ اچونې برخه کې راشد خان او ګلبدين نايب دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې او توپ وهنې برخه کې ترټولو ډېر منډې ابراهيم ځدران، کريم جنت او رحمان‌الله ګربز ترسره کړې.

#UAEvAFG #AfghanAtalan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه