امریکا کې په ډزو کې ۶ تنه وژل شوي

0
87

ويب ډیسک

د سیمه ایزو مطبوعاتو د معلوماتو له مخې، پولیسو ویلي چې دې وسله وال لومړی په یوې مغازې کې یو تن وواژه، وروسته یو کور ته ولاړ او هلته یې یوه میرمن ووژله.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې ویلي چې وژل شوې میرمن د مشکوک قاتل طلاقه شوې میرمن وه.

د تلویزیون په راپور کې راغلي چې پولیسو وروسته د مشکوک قاتل موټر تعقیب کړ او معلومه شوه چې د پیښې ځای سره نږدې یې دوه نور کسان هم وژلي.

په سیمه کې د پولیسو مشر براډ لینس د سي ان ان تلویزیون ته ویلي چې پنځم او شپږم تن چې وسله وال وژلي، یوه یې میرمن او بل یې سړی و او داسې ښکاري چې د قاتل خپلوان به وي.

پولیسو وروسته برید کوونکي چې کوښښ یې کاوه، د سیمې څخه وتښتي ژوندی نیولی.

پولیسو ویلي چې مشکوک برید کوونکی ۵۲ کلن دی او رچارډ ډیل کرم نومیږي.