ويب ډیسک
تهران له اسلام آباده د ایران-پاکستان پایپ لاین ژر جوړول غوښتي. تهران ویلي اسلام آباد باید تر کال ۲۰۲۴ پورې په خپله خاوره کې د IP د ګاز پایپ لاین جوړ کړي او یا هم ۱۸ میلیارده ډالرو جریمې ورکولو ته چمتو شي.
د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ویلي چې ایران په خپله خاوره کې د ایران-پاکستان پایپ لاین برخه جوړه کړې، دوی زیاته کړې چې د تړون له مخې د پاکستان حکومت باید تر ۲۰۲۴ کاله پورې په خپله خاوره کې د دې پایپ لاین د جوړولو چارې پوره کړي او یا هم ایران ته ۱۸ میلیارده ډالر جریمه ورکړي.


