ويب ډیسک
د بلخ ولایت به چهارکنت ولسوالۍ کې د یو کور د ګوټې چت لوېدو له امله څلور کسان مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پېښه وړمه شپه د یادې ولسوالۍ په «قوریق» کلې کې رامنځته شوې ده.
د بیان له مخې د دغه پيښې ټول قربانیان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د یوې کورنۍ غړي دي.
د طالب چارواکو په وینا پر یادو کسانو د ماښام ډوډۍ خوړولو پرمهال د خونې چت نړېدلی دی.
د دوی په وینا ټپيان د درملنې لپاره د چهارکنت ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په کونړ ولایت کې هم د یو کور د خونې چت لوېدو له امله درې کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي و.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ژمي موسم د بارانونو پر مهال ورته پيښې رامنځته کیږي چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ژوند له لاسه ورکوي.
عکس: بلخ کې د طالبانو امنیه قومانداني


