یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهیـد ارمـان لوڼی د ځوان کهول سمبول

شهیـد ارمـان لوڼی د ځوان کهول سمبول

لیک:- مسـرور موسخېل

“ویل کیږي چي ماشومان چي کله لوبې کوي. نو دوه رنګه وي. یو هغه ماشوم چي هغه وایي زه به د چا ملګری یم او دویم هغه رنګه وي.

چي وایي زما به څوک ملګري وي. ګواکه دا چي وایي زما به څوک ملګري وي داسي ماشوم په ځان کي د مشرۍ یا مخکښۍ انځور ویني، هم په دغــه ارتباط هغه دا لاپي وهي چي زما به څوک ملګری وي.او دا چي وایي زه به د چا ملګری یم دا به ټول عمر تقلید کوي.”

هم دغسي په نفسیاتي ډول د انسانانو دوه لویې برخې وي. چي یو یې ځاني وي، او دوهم یې جهاني وي. د ځاني برخې انسانان په روستو کي کمرشل یا زردار طبیعت لري، یو قسم حرص ځیني پیدا کیږي او دا وایي چي ځان وي نو جهان وي. یو قسم ټولنه بےځانه هیڅ هم نه ورته ښکاري.

په مقابل کي د دویمې برخې انسانان له ځانه وتلي وي او د ټولنې په وجود کي یې ځان منفي کړی او په ټولنه کي یې ځان او خودي تحلیل کړې وي. او هغه دا وایي چي ټولنه وي نو زه به یم. که ټولنه نه وي نو زما وجود هم هیڅ په هیڅه دی.

ارمان لوڼی د هغه شخصیت مالک وی چي زما به څوک ملګري وي او هغه جهاني وی.

ارمان لوڼی په یو وخت د ډیرو خوبیانو څښتن وی. که څه هم په هر انسان کي کوتاهیاني هم یو فطري عمل وي. خو چي د یو سړي خوبیانې پر خامیانو زورورې وي نو د روانې نړۍ له قانون او پریکړې سره سم موږ دا ویلی سو چي فلانی یا فلانۍ د ښه شخصیت خاوند دی یا ده……

ارمان لوڼی یو د کلک هوډ، عزم، یا دریځ خاوند وی. ځکه خو هغه ته په ژوند کي د هوډګرو ملګرو یا امځولو درناوی هم وی. مقصد هوډګر چي پر خپل دریځ یا مرام باندي تر پایه پاته شي. او له خپل دریځ سره مخلصه او اخلاص لري.

ماته یاد شي.! چي هغه به ویل چي یو سړی که چیري خپل دریځ او پوخ عـزم یا هوډ نه لري او کنفیوز وي باید چي سړی بیا ترې لیري و اوسي. په بله معنا که یو سړی اوشتونکی وي، او د انساني اخلاقي اقدارو په خاطر د خپلې EGO یا خودي قرباني نه سي ورکوالای بیا باید سړی ترې مخ واړوي.

داسي د قربانۍ ماده لرونکي انسانان پر دماغونو نقش پاته سي لکه ارمان چي دی. که څه هم ارمان شهید په خپل ژوند کي له ډیرو کړاونو سره مخامخ سوی وی نو دا ده پر شخصیت دلالت کوي چي ده په خپل هوډ او پشتني غرور د هرې ستړې او ستومانیو مخامخ مبارزه کړې ده.

ارمان لوڼي په خپل تندي کي غوره ستاره یا بخت هم درلودی، چي به د چا سره مخامخ سو په خپل ورین تندي او د ډیرو ستومانیو په مخالف کي(چي تر شا یه پټې وې) په کټ کټ خندا هر سنګینه سړی د ځان و خواته راجذب کولای شو. او خپل دردونه پټول او ټولنې ته د یو مکمل انسان په توګه ځان وړاندي کول هم کلک مهارت او فنکاري غواړي. لکه دا شعر یې ښه وضاحت کولای سي.

خوشالي شه ده اشنا تل اوسې خوشحاله خو زه.
چي خوشـــالي یه سي غـــلامه داسي غم لټوم.

ارمان لونی د پښتني ټولنې یو مکمل انسان وی. ځکه هغه یو مزدور ، خـیات، مـنشي، استاد، شاعر، لیکوال، پروفیسر، یو کلک قامپال مبارز او هم د دغه قام قامي شهید پاته سوی وی.

له دومره پړاونو سره سره د ارمان ځاني اخلاقي ګهڼه، زیور یوه ستره او بیش بها سرمایه وه چي په ټولنه کي له دومره بیلابیل انسانانو سره په انساني ژوند کي تړون په خاطر باندي د هغه د هر مسلک خلګ د ځان کول یواځي او یواځي د ارمان غوندي فنکارانه صلاحیت یا مهارت دی.

ځکه خو د ده په ناڅاپي مرګ یا شهادت باندي د پښتني ټولنې د هرې طبقې یا مسلک خلګ خفه او دردیدلی دي.
نو دا ویلی سو چي د پښتنو ځینه متلونه بیخي الهامي الفاظونه دي چي وایي.

“سل دي ومره یو دي مه مره دا متل دی”.

له ارمان لوڼي سره ما څه نا څه سفرونه کړي دي. ویل کیږي چي د یو سړي اصل نسل، له هغه سره په سفر یا په انډیوالي یا همسایتوب باندي معلومیږي. په سفر کي هغه هیڅ کله د ځاني اسراحت یا هوساینې خواهش نه دی کړی.

که څه هم موږ به د مشرۍ په خاطر ارمان ته د اسراحت خواهش وی او کولی به مو خو “ارمان” به په دغه نه څه ډیر خوشحاله کیدلی معنا دغه احترام به یې د تل د پاره په زړه کي درج ساتلی.

ارمان لوڼی یو علمي سړی وی. خو په علمي برخه کي د هغه ځانګړتیا دا وه. چي هغه بیخي بربنډ حقیقي یا ریالسټک انسان وی. هغه په عمل او قول کي یو وی. او دغه ریالیـزم د ده له شاعری بیخي جوته ښکاري، که څه هم د شاعرۍ په فنکاري اصول کي دا وایي چي خپل دریځ بربنډ ایشودل نه دي پکار دا یو فنکارانه هنر نه دی، بلکه په فنکاري اصول کي به څه ناڅه مدغم وي. لکه….

نه یې وینې که په کست کوې شیطانه منافقه.
زه مـــړکیږمه ته چوپ یې مسلمــانه منافقـــه.

زه انسان نه یم که ستا په بشري حقوق کي فرق
بل انسان ګڼې مــا نه ګڼې انسانه منـــافقــه.

د ارمان په افسانو کي ریالیزم له ورایه څرګندیږي که څه هم د ټولنیزو کدغنونو له وجې ډیرۍ لیکوالان داسي بربنډ اظهار نه سي کوالای.

لکه ارمان چي په خپلو افسانو کي خپل مرام او هدف په برملا توګه یشی دی. د ټولنې د سختو روایاتو، او بې ځایه مذهبي جنونیت له وجې چي د راهب، ملا، پنډت ځاني خواهشات غندل زموږ په ټولنه کي د مذهب سپکاوی تصور کیږي.

خو ارمان لوڼي په خپلو ادبیاتو کي دا سرحاً د نظره غورځولي او خپل مصوؤلانه حثیت یې خپل کړی دی. او د خپلې ټولنې بربنډه عکاسي کړېده. او له ټولنې سره د ناروا سلوک یعني ظلم بربنډ اختلاف کړی دی.
لکه…..
څوک ملګري که وي کنه زه یې حتمن غواړمه.
دا خپله خاوره خپل اختیار ما احتجاج کړی دی.

د ترهګری شاته لاس دی د وردۍ خبر سی.
پر دیوال کاږم دا شعار ما احتجاج کړی دی.

افغانه پاسه نور پر نوې لار د تلو وخت دی.
خبر روانه ده د پریکړې د کیدو وخت دی.

د فطرت په هرڅه پړه کوي اشرف المخلوقات.
هم په خپل مینځ کي لانجه کوي اشرف المخلو.

پر اتلس زره قـــامـــه ځان بهتر ګڼــــي پخپله.
بیا په خپل مینځ کي جګړه کوي اشرف المخلوقا

ارمان د یو ټبر مسوؤل او بیا د استاد په توګه د شاګړدانو زمه واري هم ادا کړې ده.

د ټبر مسوؤل کیدل خو دا دي جوت دي چي په خپل اختیار او تصروف کي یه د ټولنې د دوو ستونو یعني ښځه او نر، په خپل عالي بصیرت یې سره یو کړي دي او یو بل یې پر له بالا یا معتبر کړي نه دي.

او ارمان په یقیني ډول یواځي د نارینه ټولنې خلاف او په زد کي وی.ځکه خو یې په قامي مبارزه کي له خپل ځان سره خپله پیغله خور وړانګه هم اوږه په اوږه ملګرې کړې وه. که څه هم دغه نارینه ټولنه موږ پښتنو ته له نورو تهذیبونو په خاصه توګه د عربانو له تهذیب څخه را پاته سوي دي. زه په یقین سره دا وایم چي دا نارینه ټولنه زموږ د پشتنو ټولنه بیخي نه ده.

ارمان د خپلې استادی په دورانیه کي خپلو شاګړدانو ته نه یواځي د کتاب ثبت سوي توري تذکره کول او ور زده کول وو بلکه له هغه سره سم اخلاقي، ټولنیز، ملتپاله، او جدیده سائنسي معروض هم تزکره کول او ورشودل یې. چي دا پخپله د عالي استاد نخښې نښانۍ دي.

ارمان لوڼی یو ملتپال هم سنګره انسان وی. ارمان یواځینی کس وی چي په خپل شواروز ژوند کي په خپل بې وزله قـام ډیر خوږیدی او دردیدی. ماته یاد سي چي ماته یې ویل چي د خپل وطن، خلګو، عناناتو، فکری مبارزې بحث یا مجلس وی بیا که په ښپو ښپو ډوډۍ نه وي پرواه نه لري.

په ارمان کي د خپل قـام دومره درد وی چي په ساعتونو ساعتونو به یې یو هلک یا ماشوم ته د قام پالنې فکري سهویه ورجوړوله. ارمان د خپل وطن او ملت بغیر له څه اجرته د سنګر کلک عسکر وی. ارمان د خپل لوست سټوډنس له دورانیې بیا تر مړینې پوري یو داسي قـام پال وی .

چي هم دې قام ته یې شاعري، لیکوالي، استادي، پروفیسري، او مبارزه کوله او آن تر دې چي خپله ساه یې هم دغه ملته ته نذرانه کړه. زما په اند په پښتنو کي به داسي ډیر کم شاز او نادر مثالونه پیدا کیږي چي هغه دي له لوستونکي دورانیې بیا تر مرګه پوري پر خپل ملتپال فکر وچ کلک او په پښتني هـوډ ودریږي.

البته داسي به نور هم وي خو موږ بدبخته مرده پرست قام هرکله انسانان په مرګ پیژندلي دي. موږ به خپل مرده پرست قام ته خپله له وطن سره سپیځلتیا او میني ثبوت په خپل مرګ روښانه کوو. یعني بل هر دلیل به کمزوری او ناقص وي.

په ارمان لوڼي شهید کي یو عالي او مکمله خوبي دا وه چي هغه په خپل قامي سوال بیخي ځور یا کلئیر وی یعني پهNITIONAL QUESTION ډیر ځور وی.

چي دا خوبي یا وړتیا ما په ډیرو کمو قامپالو کي لیدلې ده ځکه چي ملتپال هم د معروض سره خپله بیانیه پر مخ وړي. ځکه مو تر اوسه د لر او بر افغان وطن یو مشترکه بیانیه هم تر نظر نه راځي. ارمان په خپله ملتپاله بیانیه کي یواځي او یواځي د احمدشاهي جغرافیې منندوی وی.

که څه هم ارمان په خپل ژوند کي د ملتپالې مبارزې په برکت خپلې ناخوالې دوګنه ولیدې خو بیا هم پر خپل دریځ او هوډ کلک ، محکم او مظبوط پاته سو.

زه د جـــار سم و پټکي.
پر هوډه تل پښتانه مري.

ارمان په خپله ملتپاله مبارزه کي کلک د سنګر سړي سره سره د ملتپال مکتب سړی وی. ځکه چي هغه د وطن په مقدمه او قضیه پوهیدلی. هغه ته د خپلې ملتپالنې قضیې څخه د اوښتلو یا غلطیدو خوب لیدل هم ناشوني کار وی. داسي څه حالاتو، لیک ، لوست او څه په برګو سترګو تیر سوي معروض لیدل هغه د وطن په بیانیې کلک پوه کړی وی.

داسي انسانان د یو ملت اثاثه وي ځکه چي په داسي وګړو باندي د ملت د وګړو د زهن سازۍ عمل کیږي. او داسي خلګ د خپل ملت او وطن د بقا د پاره دلیلونه له اسمانه هم راوړلای سي.

د ظلم نه باغـــي د انقلاب سړی دي نه مــري.
د وخت د ګزارونو د ځواب سړی دي نه مـري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه