دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د لېږد...

پاکستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د لېږد درې لویو پروژو د پیلولو ژمنه له افغانستان سره کړې

ويب ډیسک

پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار د سفر په دویمه ورځ یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پاکستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تعلیمي مرستې او ظرفیت جوړونې ته اړتیا لري.

روغتیا، پوهنه، بانکداري، ګمرکونه، ریل پټلۍ او هوایي چلند او نور شیان کې له افغانستان له حکومت سره مرستې ترسره کړی.

 

تر دې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وړاندیز افغانستان ته له پاکستانه د کارپوه او روزل شویو ځواکونو د لېږلو په اړه د افغانانو غبرګونونه پارولي دي.

 

د بیان له مخې، دواړو لوریو موافقه وکړه چې «په سرحدي نقطو کې د اسانتیاوو زیاتولو لپاره د ملي همغږۍ میکانیزم رامنځته کړي.»

 

همدارنګه موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پایپای ملګرتیا سمدستي پیل شي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د لېږد درې لویو پروژو د پیلولو ژمنه هم کړې چې کاسا۱۰۰۰، ټوپي او رېل پټلۍ پکې شاملې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه