ويب ډيسک
د افغانستان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قطعې یا پرې د هغو منکراتو په ډله کې راوستلي چې قمار ته لاره هواروي، له همدې کبله یې اوس پلور او پیر سخت شوی او ځوانان هم په پټه پرې کوي.
یو شمېر ځوانان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ا.ا له لوري پر قطعه بازۍ «پرو کولو» چې د ځونانو ترمنځ عامه لوبه ده بندیز لګېدلی دی.
قطعه بازي”پرې کول” په افغانستان کې د ځوانانو او مشرانو ترمنځ رواج شوې عامه لوبه یا بوختیا ده چې په خپلو کې د ناستې پرمهال یې کوي.
یو شمېر افغانان ادعا کوي چې اوسمهال په ازاد چاپیریال کې قطعه بازي نه شي کولای.
دوی وايي پرې کول یوه فکري او بې تاوانه لوبه او د پیسو لپاره د قمار په بڼه نه ترسره کیږي.


