دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخليلزاد وايي، نړيوال بايد د افغانستان نوی حکومت سره تعاملات ته دوام...

خليلزاد وايي، نړيوال بايد د افغانستان نوی حکومت سره تعاملات ته دوام ورکړي

ويب ډیسک

ډ رسنيو د راپورونو له مخې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا لا هم ډېر مسوولیتونه لري چې باید په افغانستان کې یې ترسره کړي.

دده په خبره سره له دې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي وو، خو لا هم ډېر هغه شرایط پاتې دي چې عملي شوي نه دي.

نوموړي وویل سره له دې چې په افغانستان کې یو قانوني حکومت وپاشل شو او طا لبان واک ته ورسېدل خو بیا هم د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې له دغه ډلې سره تعاملاتو ته ادامه ورکړي.

دده په خبره طا لبان باید د نړیوالې ټولنې شرایط ومني او نړیوال دې هم اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې جګړې دوام وکړي او د یوه بل ناورین سبب شي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې له افغانستان سره باید مرستې پیل شي، ددغه هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او د هر ډول احتمالي ناورین مخنیوی دې وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه