دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا ولسمشر جو بایډن جې شل غونډه کې د ګډون لپاره...

د امریکا ولسمشر جو بایډن جې شل غونډه کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر جو بایډن جې شل غونډه کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی، له اروپايي مشرانو سره به له دغه هېواده د ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د جي شل غونډې په شپه د “ښځو سیاسي رهبرانو” شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران باید په افغانانو کې د فعالو او سیاسي ښځو مصونیت او امنیت تضمین کړي.

د اعلامیې په دوام کې ویل شوي چې په افغانستان کې ښځینه سیاستوال نه یوازې حاشیې ته شړل کېږي، بلکې له خطر او تاوتریخوالي سره مخ دي.
تمه ده د ۲۰ ګروپ د رئیسانو غونډه نن او سبا د عقرب ۸مه او د ایټالیا په پلازمینه روم کې جوړه شي.

د جي شل هېوادونو په ځانګړې غونډه کې چې په ایټالیا کې جوړه شوې وه، نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو مرستې ژمنه وکړه.

طالبانو په نوي والي کې له نړۍ والې ټولنې هم غوښتي چې د خپلو تعهداتو د عملي کولو لپاره په لومړني فرصت کې اقدام وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه