د افغان مدني فعالانو او د ښځو د اعتراضونو غورځنګونو عایشه وهاب ته پرانیستی لیک

0
58

لخوا: داود جبارخیل


د افغانستان یو شمېر مدني فعالانو، د مدني ټولنو استازو او د ښځو د اعتراضونو د غورځنګونو غړو د امریکا د کانګرس غړې عایشه وهاب ته په یوه پرانیستي لیک کې د طالبانو سره د تعامل په اړه د هغې وروستیو څرګندونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په لیک کې ویل شوي چې د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه باید د سیاسي ملاحظاتو قرباني نه شي. د لیکوالانو په وینا، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت او د مدني ازادیو محدودول داسې شرایط رامنځته کړي چې له طالبانو سره د اړیکو هر ډول عادي کول باید په جدي توګه رد شي.

مدني فعالانو ټینګار کړی چې له افغان ولس سره بشري مرستې او له طالبانو سره سیاسي تعامل باید له یو بل څخه په بشپړه توګه جلا وساتل شي. دوی ویلي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د اقتصادي بحران د کمولو هڅې اړینې دي، خو بشري مرستې باید د طالبانو د سیاسي پیاوړتیا، مشروعیت ورکولو یا د هغوی د واک د عادي کولو لپاره په وسیله بدلې نه شي.

په پرانیستي لیک کې راغلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت پر مهال د نړیوالې ټولنې هر ډول تعامل باید د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، په پام کې نیولو سره ترسره شي.

دوی ویلي چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي د ټاکلو حق د دغه هېواد له خلکو سره دی او د هېواد راتلونکی باید یوازې د طالبانو د پوځي ځواک او پر ځمکه د هغوی د واک پر بنسټ ونه ټاکل شي.

د مدني فعالانو او د ښځو د اعتراضونو غورځنګونو په دغه لیک کې د عدالت غوښتونکو مبارزو د درناوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په راتلونکي کې باید د ښځو، مدني فعالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او د طالبانو د واک د مخالفو سیاسي او ټولنیزو جریانونو غږ واورېدل شي.

په لیک کې ویل شوي چې د ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو له غږ پرته د افغانستان راتلونکی نه شي جوړېدای.

لیکوالانو له عایشه وهاب غوښتي چې په نړیوالو بحثونو او پرېکړو کې د افغان ښځو، ځوانانو او مدني ټولنې د حقونو، آزادیو او سیاسي او ټولنیز حضور ملاتړ وکړي او د هغوی غږ نړیوالو بنسټونو ته ورسوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې عایشه وهاب، چې په دې وروستیو کې د امریکا د استازو جرګې ته تللې، ویلي وو چې امریکا باید له طالبانو سره رسمي اړیکې ټینګې کړي. د نوموړې دغه دریځ د افغان مدني فعالانو او د ښځو د اعتراضونو د غورځنګونو له غبرګون سره مخ شوی دی.