د بېپولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو روانه لړۍ د زرګونو افغانانو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی او ډېری کډوال د نیول کېدو او توقیف له وېرې روغتیايي مرکزونو ته له تګ ډډه کوي.
د یاد سازمان په وینا، د پولیسو د عملیاتو او د ایستلو د دوامدارې وېرې له امله افغان کډوال د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو ته زړه نه ښه کوي، چې له امله یې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې، د امیندوارو ښځو روغتیايي ستونزې او نورې د مخنیوي وړ ناروغۍ مخ په زیاتېدو دي.
MSF ویلي، ډېری افغانې کورنۍ په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د روغتیايي خدمتونو، خوړو او مناسب سرپناه لاسرسی ورته محدود شوی دی. د سازمان په باور، دا وضعیت نه یوازې د کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د عامې روغتیا لپاره هم جدي ننګونه رامنځته کوي.
دغه سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي، د نړیوالو بشري اصولو درناوی وکړي او کډوالو ته د روغتیايي او بشري خدمتونو خوندي لاسرسی یقیني کړي.
همداراز MSF پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان ته ټولې غیرارادي ستنېدنې وځنډوي او د افغان کډوالو د خوندیتوب، روغتیا او نورو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړني او عملي اقدامات ترسره کړي.
د افغان کډوالو نظر
په اسلاماباد کې مېشت یو افغان کډوال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، وايي:
“کله چې زموږ ماشوم ناروغ شي، روغتون ته له تګ وېرېږو، ځکه هره شېبه د نیول کېدو او ایستل کېدو وېره راسره وي. ځینې کورنۍ مجبوره دي ناروغان په کور کې وساتي.”
یوې افغانې مېرمنې، چې د راولپنډۍ په یوه سیمه کې ژوند کوي، هم وویل:
“امیندواره ښځې او کوچني ماشومان تر ټولو ډېر زیان ویني. ډېری کورنۍ د درملنې لګښت نه شي ورکولای او له پولیسو د وېرې له امله روغتیايي مرکزونو ته هم نه ځي.”
د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې که د افغان کډوالو د جبري ایستلو روانه لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د روغتیايي ستونزو ترڅنګ به د ماشومانو، ښځو او نورو زیانمنونکو قشرونو بشري وضعیت لا پسې خراب شي. دوی له پاکستان او نړیوالې ټولنې غواړي چې د نړیوالو بشري قوانینو په رڼا کې د افغان کډوالو د خوندیتوب او اساسي حقونو د تأمین لپاره جدي ګامونه پورته کړي.


