ویب ډیسک
د انرژۍ په ساحه کي د ايران صادرات په تيرو دوو مياشتو کي د مخکني کال د همدغې مودې په پرتله ۶۰ سلنه زيات سوي دي.
د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخي ياد معلومات د ايران د تيلو وزارت ورکړي دي. خو چارواکو په دې هکله جزيات نه دي وړاندي کړي چي د ايران د انرژۍ صادرات ولي زيات سوي دي.
دا خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي د کرونا پانډمي او په اوکراين کي د روان بحران له کبله په نړيوال بازار کي د تيلو قيمت نژدې دوه چنده زيات سوی دی. ايراني چارواکو ويلي دي چي د امريکا د متحده ايالاتو له خوا په ۲۰۱۸ کال د ورباندي لگول سوو بنديزونو باوجوده يې د خپلو تيلو صادراتو ته ادامه ورکړېده.


