یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان لپاره د ټاپي ګټه د کال ۶ میلیار ډالر ترلاسه...

د افغانستان لپاره د ټاپي ګټه د کال ۶ میلیار ډالر ترلاسه کولي شي

ويب ډیسک

د ټاپي پروژې اړوند د ترکمنستان استازي وايي، افغانستان باید په خپله خاوره کې د ټاپي د ګاز نللیکې د غځولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

 

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې چی پرون خپره شوې راغلي چې د ټاپي پروژې لپاره د ترکمنستان د حکومت استازي عاشیر قربان نیازوف ویلي، افغانستان د دې پروژې د عملي کولو په صورت د ترانزیت له درکه د کال ۶ میلیارد ډالر ترلاسه کولای شي.

 

ښاغلي قربان نیازوف ویلي، د دې پروژې لپاره د نړیوال بانک او د اسیایي پراختیایي بانک د ملاتړ د خپلولو هڅه کوي.

 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال ملا محمد عیسی اخُند ویلي دي چې د ټاپي پروژې په اړه د پخواني حکومت تړون تاییدوي او د ترکمنستان استازو ته یې وړاندیز کړی چې د نللیکې د رغونې په چارو کې دې له هغو متخصصینو، کار کوونکو او ماشینرۍ کار واخیستل شي چې په افغانستان کې شته.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه