ويب ډیسک
د طالبانو لوړپوړو سرچینو ویلي، د طالبانو حکومت د پاکستان په پلازمېنه کې د افغانستان د سفارت د چلولو لپاره یو مشر لېږلی، ځکه چې نوې اداره د بهرنیو پلاويو د شبکې چارې پیلوي.
محمد شکیب په سفارت کې لومړی سکرتر یا مسوول وټاکل شو، چې د پخواني حکومت د هغه د لور د تښتونې په تور د جولای په میاشت کې سفیر نه درلود.
سرچينې ويلي، لکه څنګه چې پاکستان د طالبانو نوی حکومت په رسميت نه پېژني، شکيب به د سفير لقب نه لري، خو د سفارت مسوول به وي چې د ويزو د ورکړې او نورو کارونو په څارنه کې مرسته وکړي.


