دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه روان کال کې له افغانستان سره ۱۰۰میلیون یورو بشري مرستې شوې...

په روان کال کې له افغانستان سره ۱۰۰میلیون یورو بشري مرستې شوې – اروپایي ټولنه

ويب ډيسک

د روان ۲۰۲۴ ز. کال په اوږدو کې اروپايي ټولنې افغانستان ته د ۱۰۰ ميليون يورو( څه باندې ۱۱۱ ميليون امريکايي ډالره ) پر ارزښت بشري مرستې لېږلي، چې د نړیوالو بنسټونو له لوري وېشل شوې دي.
د اروپایی ټولنې ویاند ایریک مامیر ویلي: کله، چې مونږ د دې بشردوستانه مرستو د وېش په اړه کار کوو؛ نو مونږ له خپلو همکارو ادارو سره کار کوو. مونږ د دولتي ادارو او چارواکو له لارې مخ ته نه‌ځو. مونږ له خپلو همکارو ادارو سره کار کوو، چې له بده مرغه دا یو ډېر ستونزمن حالت دی.
ایریک مامیر زیاته کړې، چې دوی دا مرستې د دولتي ادارو له لارې نه، بلکې د خپلو همکارو ادارو له لارې وېشلې دي.
د افغانستان اقتصاد وزارت چارواکي وايي، چې یوازي بشري مرستي بسنه نه‌کوي، بلکې له افغانستان سره باید پرمختیايي مرستې وشي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې له افغانستان سره یوازې بشري مرستې بسنه نه‌کوي، بلکې باید په پرمختیايي برخو کې هم مرستې وشي.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې دا مرستې د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناکې دي؛ خو د افغانستان اقتصادي امنیت خوندي کول مو جدي اړتیا ده.
اروپايي ټولنې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له را وروسته په ۳۵ الوتکو کې ۱۶ زره ټنه ژوند ژغورونکي توکي افغانستان ته استولي دي؛ خو له بشردوستانه مرستو سره – سره د هېواد اقتصادي وضعیت ندی بدل شوی او میلیونونه خلک اوس هم بشري مرستو ته اړ دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه