یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا:سفارت ساتلو لپاره له سپټمبر میاشتې وروسته هم ۶۰۰ سرتیري پريږدي

امریکا:سفارت ساتلو لپاره له سپټمبر میاشتې وروسته هم ۶۰۰ سرتیري پريږدي

ویب ډیسک
امریکا په کابل کې د خپل سفارت ساتلو لپاره له سپټمبر میاشتې وروسته هم ۶۰۰ سرتیري پريږدي.
بریتانیوۍ (دې سن) ورځپاڼې ته یوې سرچینې ویلي،امریکا له سپټمبر میاشتې وروسته هم کابل کې د خپلو سلګونو سرتیرو د پاتې کېدو پلان لري او په همدې هدف یې له ترکیې غوښتي تر څو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتنې لپاره خپله یوه امنیتي قرارګاه کابل کې وساتي.

ورځپاڼه وایي، د حامد کرزي هوايي ډګر د کابل کلۍ ده او له هغه پرته د وتلو او ننوتلو هیڅ خوندي لار نشته او که چیرې یې امنیت خوندي نشي، نو کابل سقوط کوي.

ورځپاڼه وايي دا موضوع له هغې وروسته مطرح شوه، چې د بریتانیا لوی درستیز (نک کارتر ) د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو په صورت کې د کورنۍ جګړې په اړه خبرداری ورکړ.

ورځپاڼه وایي،امریکا ځکه له ترکیې دا غوښتنه کړې، چې د یاد هیواد سرتیري مسلمانان دي، نو طالبان به دا ادعا و نشي کولای چې د افغانستان په خاوره کې لاهم کافران حضور لري،خو وایي خو ترکیه په یواز‌ې دا کار نشي کولای او پوښتنه داده چې څوک به ور سره مرسته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه