دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان:دډیورند کرښې اوږدو کې د امریکا اډو معنی داده لکه امریکا چې...

طالبان:دډیورند کرښې اوږدو کې د امریکا اډو معنی داده لکه امریکا چې بګرام او شینډنډ کې اډې ولري

ویب ډیسک
طالبان وایي، دډیورند کرښې اوږدو کې د امریکا اډو معنی داده لکه امریکا چې بګرام او شینډنډ کې اډې ولري.

طالبانو د (ورځې خبره) تر عنوان لاندې یوه مطلب کې چې ددې ډلې رسمي موقف څرګندوي له پاکستان څخه غوښتي څو د متاع قلیل په بدل کې امریکا ته اډې ورنه کړي، کنه دغه کار به افغانستان له ګاونډیانو سره نه ختمیدونکې جګړې ته داخل کړي.

طالبانو په دې مطلب کې همداراز امریکا د دوحې توافقنامې پر ماتولو تورنه کړې او ویلي دي، چې
له دې معاهدې ۱۵میاشتې تیریږي چې لا هم افغانان د بهرني اشغال د مکملي خاتمې او سولې د راتګ شیبې شمیري؛ خو د امریکایي لوري او کورنیو چارواکيو د مسلسلو خلاف ورزیو په وجه د توافقنامې تعمیل د تعطیل ښکار ګرځیدلی، او له امله یې په افغانستان کې ویني بهیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه