په کابل کې د لاپیس رسنیز مرکز یوه څانګه تړل شوې ده

0
56

لخوا: داود جبارخیل


د په افغانستان کې د واکمن حکومت اړوندو رسنیو د راپورونو له مخې، د «لاپیس» په نوم د یوه تصویري او رسنیز مرکز یوه څانګه د افغانستان واکمن حکومت له لوري تړل شوې ده.

سرچینې ادعا کوي چې دغه مرکز له سندرو، فلمي صحنو، کنسرټونو او نورو تصویري مطالبو سره تړلي محتوايي فعالیتونه ترسره کول. د دغو سرچینو په وینا، په یاد مرکز کې د بېلابېلو ټلوېزیونونو او هنرمندانو سندرې، کنسرټونه، د فلمونو لنډې صحنې او نور تصویري مطالب خپرېدل.

د سرچينو په وينا، چې د لاپیس مرکز په خپرونو کې ځینې داسې مطالب هم شامل وو چې د دوی په تعبیر یې «فحش او غیراخلاقي محتوا» لرله او د لوېدیځ سبک او افکارو د ترویج لپاره کارېدل.

د راپورونو له مخې، د لاپیس په تړل شوې څانګه کې د باربد، فضا، دریا او شمس ټلوېزیونونو او د یو شمېر نورو هنرمندانو سندرې او کنسرټونه خپرېدل. همداراز د فلمونو لنډې صحنې او نور تصویري مواد هم د دغه مرکز د فعالیتونو برخه بلل شوې ده.

سرچینې وايي، د مرکز له تړل کېدو وروسته د دغه ځای یو شمېر مهم کارکوونکي او چلوونکي له افغانستان څخه وتلي دي، خو ځینې نور کسان لا هم د اړوندو طالب ادارو تر څار او تعقیب لاندې دي.

د سرچینو په وینا، که یاد کسان ونیول شي، د هغوی قضیې به د لا زیاتو څېړنو او قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

تر اوسه د لاپیس مرکز د مسوولینو له لوري د مرکز د تړل کېدو، د کارکوونکو د تعقیب او پر خپرونو د مطرح شوو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونه نه ده شوې. له همدې امله، د دغو ادعاوو خپلواک تایید هم تر اوسه نه دی شوی.

د لاپیس مرکز د فعالیتونو د محدودولو دا اقدام په داسې مهال ترسره کېږي چې طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو، موسیقۍ او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګېدلي دي. د همدې محدودیتونو ترڅنګ، یو شمېر رسنیز او فرهنګي مرکزونه د اقتصادي ستونزو او د فعالیتونو د سختو شرایطو له امله هم تړل شوي یا یې خپل فعالیتونه کم کړي دي.

د رسنیزو او فرهنګي چارو فعالان وايي، د رسنیو او هنري مرکزونو د فعالیتونو دوام نه یوازې له اقتصادي وضعیت، بلکې د محتوا، نشراتي مقرراتو او د اړوندو ادارو له پرېکړو سره هم مستقیم تړاو لري.