دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسیه: د اوکراین کړکیچ به د تړون په لاسلیک پای ته رسېږي

روسیه: د اوکراین کړکیچ به د تړون په لاسلیک پای ته رسېږي

ويب ډیسک
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د اپریل په ۲۵مه نېټه ویلي، چې د اوکراین کړکیچ به د يوه تړون په لاسلیک پای ته رسېږي، خو د نوموړي په وينا د دغه تړون محتویات بايد د پوځي عملیاتو د رښتينو حالاتو له مخې وټاکل شي.

نوموړي په همدې ورځ د روسیې په یو ټلويزیوني خپرونې کې ویلي، چې روسیه به د نظامي عملیاتو په پيل کې پر خپلې غوښتنې ودريږي.

سیرګي لاوروف دا هم ويلي، چې روسیې تر خپلې وسې پورې ملکي وګړيو ته د زیانونو د نه اوښتو په پار جدي تدبیرونه نيولي دي.

نوموړي زياته کړې، چې روسیې په استانبول کې د اوکراین غوښتنې تر غور لاندې ونېوې، خو وروسته اوکراين شاتګ وکړ او د امريکې په خاصو غوښتنو يې دريځ بدل او مختلف نظر یې وړاندې کړ او همدا د دې لامل شول، چې د روسیې او اوکراین خبرې اترې شا ته ولاړې شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه