ویب ډیسک
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې له څو میاشتني ځنډ وروسته د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر ایروېز په یوه چارټر الوتکه کې له ۳۰ زیات امریکایان قطر ته ولېږدول شول.
د NBC ټلویزیون د راپور له مخې دا خبره د امریکا د کانګرس یوه چارواکي او له دغې موضوع باخبرو دوو کسانو کړې او ویلې یې دي چې دغه چارټر الوتکه د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا چمتو شوې او پیسې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورکړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس روانه اوونۍ وویل، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي چې د همکاریو په ترڅ کې دې د کابل له هوایي ډګره چارټر الوتنې بېرته پیل کړي.
دا د ۲۰۲۱ کال له نوامبر میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د خلکو د ایستلو لپاره یوه چارټر الوتنه ترسره کېږي.
د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم دوحې ته د دغې الوتنې د ترسره کېدو خبره تایید کړې چې امریکایان یې لېږدولي، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.
څو ورځې مخکې طالب چارواکو په مزار شریف کې د هغو څلویښتو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې د دوی په وینا د مزارشریف د هوایي ډګر له لارې په غیر قانوني توګه له هېواده وتل.


