جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان له هېواده وایستل

0
68

د جرمني حکومت شاوخوا ۳۰ افغانان د یوه ځانګړي الوتنې له لارې له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړل.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، الوتکه د اګست پر ۲۵مه د لایپزیګ ـ هاله له هوايي ډګر څخه کابل ته روانه شوې ده. په ستنېدونکو کسانو کې یو شمېر داسې کسان هم شامل وو چې جرمني ته د پاتې کېدو قانوني اجازه یې نه لرله. د جرمني د رسنیو په ځینو راپورونو کې د الوتنې د سپرلیو شمېر ۲۳ تنه ښودل شوی، خو د نورو راپورونو له مخې شاوخوا ۳۰ افغانان ستانه شوي دي.

د الوتنې له ترسره کېدو وړاندې د لایپزیګ هوايي ډګر په شاوخوا کې د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالانو د افغانانو د ایستلو پر ضد لاریون وکړ. اعتراض کوونکو اندېښنه څرګنده کړه چې افغانستان ته ستانه شوي کسان ښايي له بېلابېلو ستونزو او د حقونو له سرغړونو سره مخ شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي چې د افغانستان په اړه د حکومت د ایستلو تګلاره به یوازې پر هغو کسانو محدوده نه وي چې په جرمونو محکوم شوي یا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل شوي وي؛ بلکې هغه کسان هم افغانستان ته ستنېږي چې په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

د جرمني د شنو ګوند ځینو غړو بیا پر دې تګلارې نیوکه کړې ده. هغوی له افغان واکمنو سره د جرمني پر همکارۍ اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا کار په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو له وضعیت سره په ټکر کې دی.