یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيولې په ملاخېل قبېله کې ناخوالې زیاتې شوي ؟

ولې په ملاخېل قبېله کې ناخوالې زیاتې شوي ؟

مقاله : م فیض الله الفاروق (ملاخېل)

څه وخت کې کیږي د ملاخېل قبیله (قوم) کې ستونزې او مشکلات تر دي حد رسیدليې چې یو بل ووژني او د قتــل په لوی ګناه کې ښکېل شي .
څه علتونه لري ؟
د لته د یادو ناخوالو (ستونزو) یو څو علتو ذکر کوم
البته : د اوسني حالاتو په هکله زما نظر له مذهبي اړخه ده چې تشریح یې په لاندې ډول کوم .

۱ پیغمبر ﷺ فرمایه : خیر امتي قرني ثم الذین یلونهم ثم الذین یلونهم
ژباړه: «زما د امت تر ټولو غوره خلک زما د زمانې خلک دي (یعنې صحابه)، بیا هغه کسان چې له هغه  وروسته راځي (تابعین)، او بیا هغه کسان چې له هغوی وروسته راځي (تبع تابعین).»
نو د پخوا خلک زموږ څخه ځکه غوره دي چې د مُحَمَّد ﷺ زمانې ته نږدې وو.

۲ په اوسني حالاتو کې د ځوانانو د تعلیم او تریبې کچه په زیات تعداد ټیټه شوې په ځانـګړي ډول د اسلامي تعلیماتو کچـــه

۳ اوسني ځوانـان له دین ( اسلام) سره هیڅ علاقمندي نه لـري ځکه اسلامي لارښونې په معاشــرتي ژوند کې مثبت رول ادا کـوي .

۳ ټول ځوانان له پردي دستور فرهـنګ (کلچر) سره شناخت لري د خپلو غیرتمندو او امن پرستـو پلرونو دستور فرهنګ (کلچر ) یې هېر کړی او پیژني هم نه .

۴ مشران مو په جرګو (فیصلو) کې د پخوا په رقـــم انصاف ، عدالت اخلاص نه کوي نیت یې دالله ﷻ لپاره د مسلمانانو په مابین کې صلح نه بلکې یواځي شهرت او ځان ښــودنه وي ، وړکي (کوچني ) مسايل پاي ته نه رسوي په حل کولو کې ستړي شي .

۵ زموږ عبادات ، معملات ، روایات ، رسم رسومات ،ټول په اسلامي چاپریال او چوکاټ نه دي برابر چې داټول په اسلامي چوکاټ برابرول د صحیح ژوند کول ضمانت ورکــوي .

۶ ځوانانو مو په لویو کبایرو ګناهونو داسي اخته دي چې هیڅ پروا ورباندي نه ورځي مثال په ډول زنا ، لواطت ، له لویو ټلیفونو څخه ناوړه استفاده کول ، د اسلامي شعایرو ته توهین ، د علماء تذلیل کول ، په عموم کې د الله ﷻ نافرماني کول چې د اټول سبب د دي کیداشي چې خپل رب ﷻرانه ناراض وي .

حل لاره یواځي داده چې تعليمات په ځانګړي ډول اسلامي تعلمات باید زیات شي ، پخپلو کورونو او ځانونو کې په کامل ډول اسلام تطبیق شي .
او مشران دي په فیصلو( جرګو) کې انصاف ، عدالت او اخلاص مراعت کړي اوخپلې حوصلې دي له لاس نه ورکوي وړکي ستونزې دي په عاجل او هر ممکن لاري حل او فصل کړي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه