ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې آمنې محمد ويلي، موږ ژمن يو چې د ښځو او نجونو د مخکې تګ او حقونو ته د دوی د لاسرسي لپاره يوه حللاره پيدا کړو.
نوموړې چې تازه له افغانستانه په سفر بېرته ګرځېدلې، وايي د افغانستان ښځې او نجونې به هېڅکله هېرې نه کړو.
د آمنې محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو يو پلاوي څو ورځې وړاندې افغانستان ته د خپل د سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره ليدنې کتنې وکړې.
دغه پلاوي خپل راپور کې، افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ګواښوونکی بللی دی.
د ياد پلاوي له سفر وروسته بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټين ګريفټس هم افغانستان ته سفر درلود او طالب چارواکو سره يې ليدنو کې د مرستو رسولو لپاره د ښځينه کارکوونکو شتون اړين بللی ؤ.


