دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلوېديځ له طالبانو په ځانګړې توګه د ښځو او لږکيو حقونو ته...

لوېديځ له طالبانو په ځانګړې توګه د ښځو او لږکيو حقونو ته د درناوي غوښتنې کړې دي.

ويب ډیسک

لوېدیځ سفارتکاران وایي، دوی په ناروې کې د طالبانو له يوه پلاوي سره د غونډې پر مهال له افغانستان سره بشري مرستې هلته د بشري حقونو په وضعیت کې په بهترۍ پورې تړلې دي.

 

دغو سفارتکارانو د جنورۍ پر ۲۵مه د ناروې په سرښار اوسلو کې د غونډې په وروستۍ ورځ د بندو دروازو ترشا د طالبانو له ۱۵ کسیزه پلاوي سره وکتل.

 

د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې دا اروپا ته د دوی لومړی رسمي سفر وو.

 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هېنریک تونې د جنورۍ پر ۲۵مه تر دې غونډې مخکې وویل، لوېدیځ سفارتکاران به د طالبانو مخ ته د پام وړ غوښتنې ږدي او وروسته به یې تعقیبوي چې طالبان یې عملي کوي او که نه؟

 

نوموړي زياته کړه چې دوی د طالبانو له پلاوي بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او لږکيو حقونو ته د درناوي غوښتنې کړې دي.

 

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هلته بشري وضعيت په چټکۍ سره خراب شوی او بلخوا نړيوالې مرستې هم ځنډېدلې دي.

 

طالبانو تمه درلوده چې په دې غونډه کې به دوی د مالي مرستو او نړيوال مشروعيت غوښتنه کوي. تر اوسه هېڅ يوه هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

 

دغې غونډې ته وربلل شويو ښځینه فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو هم له طالبانو غوښتي چې په عمل کې بشري حقونو او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حق پرځای کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه