دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړیوال بانک وایي، افغانستان باید پراوږد مهاله پروژو چې دوام پیدا کوي،...

نړیوال بانک وایي، افغانستان باید پراوږد مهاله پروژو چې دوام پیدا کوي، پانګونه وکړي. 

ويب ډيسک

نړیوال بانک وایي، له بیړنیو مرستو ورهاخوا افغانستان باید پراوږد مهاله پروژو چې دوام پیدا کوي، پانګونه وکړي.

 

دې بانک د دوشنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي، په داسې حال کې چې بیړنۍ مرستې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې دي خو د خوړو د خوندیتوب د دوامداره ثبات لپاره نورو حل لارو ته اړتیا ده.

 

نړیوال بانک وایي، افغانستان د خوړو له سخت بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد په ملیونونو وګړي کافي خوړوته لاسرسۍ نه لري.

 

د نړیوال بانک د اټکل له مخې ۱۱،۶ ملیونه افغانان چې د افغانستان د ټولو وګړو ۲۵ سلنه جوړوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي. نړیوال بانک وایي، د اقلیم د بدلون پایلې دغه بحران لا پراخوي.

 

روانې وچکالۍ چې په څولسیزو کې یې ساری ندی لیدل شوی د ورښت کچه خوراکمه کړې چې په بارانونو پورې تړلې کرڼه یې سخته اغیزمنه کړې ده.

 

د نړیوال بانک په وینا دغه سخته وچکالي او سیلابونه فصلونو ته زیان رسوي، د تامین اکمالاتي زنځیرونه ګډوډوي اود خوړو بیې لوړوي او زیاتوي دا ډول اقلیمي ټکانونه – د اقتصادي بې ثباتۍ او شخړو سره یوځای – د خوړو ناامني لاپسي زیاتوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه