یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنبي :مونږ په دې بریا بسنه نکوو بلکه دا مو د مخکې‌تگ...

نبي :مونږ په دې بریا بسنه نکوو بلکه دا مو د مخکې‌تگ نوې سلسلې لپاره لومړنی گام وو

د افغانستان ملي لوبډلې  لوبډلمشر محمد نبي د کرکټ نړیوال جام کې اسکاټلنډ ته ماتي ورکولو نه وروسته په خپلې فیس بک پاڼې هېواد والو ته د بریا مبارکي ورکړې او لیکلي يي دي چې

زما او هر ملي اتل زړه ته نږدې ډیرو گلالیو هیوادوالو!
نړیوال جام کې مو لومړنۍ زوروره او خوندوره بریا مبارک شه؛
مونږ د هېواد او هیوادوالو عظمت او برم ساتلو ته ژمن لښکر یو او انشاالله چې د الله جل عظمته په نصرت به په پوره زور او توان د بریاوو دغه لړۍ جاري ساتو!
مونږ په دې بریا بسنه نکوو بلکه دا مو د مخکې‌تگ نوې سلسلې لپاره لومړنی گام وو.
د دعاوو په هیله

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه