ويب ډیسک
امریکا له طالبانو سره په دوحه کې له روانو مذاکراتو د وتلو اعلان کړی . د دې علت د طالبانو هغه پرېکړه بلل شوې چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو زده کوونکې نجونې یې له زده کړو محرومې کړې.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو د پلاوو ترمنځ په دې خاطر خبرې روانې وې چې د افغانستان روان اقتصادي کړکېچ ته یوه حل لاره وموندل شي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دوحې د خبرو په ګډون له طالبانو سره د تعامل ځینې برخې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته لغو شوې.


