ویب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو پرون په یو یاداشت کې د مصر او اسراییلو پرته د نړۍ په ټولو هیوادونو د امریکا مرستې بندې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت دغه یاداشت کې لیکل شوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا سره سم هېڅ نوې مالي مرستې باید ونشي او نه هم د پخوانیو مرستو موده تمدید شي.
د وزارت په یاداشت کې په هکله څه نه دي ویل شوي چې دا مرستې ولې بندې شوي خو یوازې دومره یې ویلي چې تر هغې دې دا مرستې بندې وي تر څو د نویو او پخوانیو مرستو د ارزیابۍ او منل کېدو پروسه نه وي بشپړه شوې.
د بهرنیو چارو وزیر د ارزیابۍ پیل کېدو او بشپړیدو نېټه هم نه ده یاده کړې.


