ویب ډیسک
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دې هیواد کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو پروګرام د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې پیلیږي، چې له مخې به یې ۲۰ زره افغانان په بریتانیا کې میشت شي.
د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د يوې اعلاميې په اعلامیې کې راغلي، هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له بریتانیې سره همکاري کړې، د ډیموکراسۍ، میرمنو د حقونو، بیان آزادۍ او د قانون د حاکمیت دفاع یې کړې او د میرمنو او نجونو په شان هغه کسان چې په شدیده توګه د خطر سره مخ دي او د اقلیتونو ډلې او کورنیو ته یې په دې پروګرام کې لومړیتوب ورکول کیږي.


