یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍ۷۰۰ کارپوهانو جو بايډن ته د ذروي وسلو د کمولو پيغام لېږلی

۷۰۰ کارپوهانو جو بايډن ته د ذروي وسلو د کمولو پيغام لېږلی

ويب ډیسک

د نوبل جايزې د ۲۱ ګټونکو په ګډون ۷۰۰ ساينس پوهانو او انجنيرانو جو بايډن ته د يو پيغام په لېږلو سره د امريکا د ذروي وسلو د کمولو غوښتنه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جان لي جيان د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه وويل چې د يادو ساينس پوهانو او انجنيرانو له غوښتنې څخه څرګندېږي، چې دوی د نړيوالې سولې او ثبات د ساتنې په برخه کې مسئولانه چارې تر سره کوي او چين د دوی دغه غوښتنه ستايي.

 

جاو لي جيان وويل، که د امريکا حکومت دغه غوښتنه تر نظر لاندې ونيسي او د ملي امنيت د ساتنې په اقداماتو کې د ذروي وسلو رول کم کړي، د ذروي شخړو او د وسلو د سيالۍ مخنيوی به وشي او دا چاره به د نړيوال ثبات لپاره ډېره ګټوره وي.

جو بايډن د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې هم ويلي وو، چې که هغه د ولسمشر په توګه وټاکل شي، د ملي امنيت د ساتنې په اقداماتو کې به د ذروي وسلو رول کم کړي.

جاو لي جيان هيله وښوده، چې بايډن خپله ژمنه پوره کړي او نړيواله ټولنه هم دې ته ډېره پاملرنه کوي.

د دې تر څنګ، امريکا بايد لومړی د ذروي وسلو د کمولو په برخه کې جدي او واقعي تدبيرونه ونيسي او د ذروي وسلو د کمولو په بهير کې د نورو هېوادونو د ګډون لپاره بايد شرايط برابر کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه