دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګوند مشر به محمود خان اڅکزی وي : پښتونخوامیپ مرکزي کميټي پریکړه

ګوند مشر به محمود خان اڅکزی وي : پښتونخوامیپ مرکزي کميټي پریکړه

پښتو جرنل

په کچلاغ کې روانې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي کميټۍ کې دا بحث وشو چې د ګوند مشر تابه به څوک وي د کميټۍ ځنې غړو دا تجويز ورکړلو چې مشر محمود خان اڅکزی له مشرتوب ګوښه شي خو ټول غړي په دې هم غږي نه شول او دا پريکړه وشوه چې مشر به محمود خان اڅکزی وي خو محمودخان اڅکزی به مرکزي کميټي ته د ایستلو مرکزي کسانو په هکله ځواب وايي چې ده د مرکزي کميټي کسان ولې ویستل او محمود خان اڅکزی به دې ته هڅوي چې مرکزي کميټي ته راسي او دا ځواب ووايي خو بل لور ته  رارسېدلي معلومات په اساس محمودخان اڅکزی نه غواړي د کمیټي غړو سره کیني او کمیټۍ ته ځواب وايي   .
یاد دي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴ کاله وروسته د مرکزي کميټي غونډه په کچلاغ کې پرون راهستې دوام لري او نن په دوه بجې به د‌کمیټي غړي د کمیټي د پریکړو په هکله به مطبوعاتي غونډه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه