افغانستان د اسیا د کرکټ شورا د مشرۍ لپاره وړ وبلل شو

0
109

د اسیا د کرکټ شورا د کلنۍ عمومي غونډې پر مهال پرېکړه شوې چې د افغانستان کرکټ بورډ هم د دې شورا د ریاست د پر غاړه اخیستو لپاره د وړ غړو په نوملړ کې شامل شي.

غونډه د تایلنډ په بنکاک کې د شورا د ټولو غړو په ګډون ترسره شوې، چې پکې د ادارې د اجرائیه پلاوي ټاکنې، د ریاست د دوراني وېش تګلاره او د بېلابېلو کمېټو جوړول هم تصویب شول.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ مرستیال خالد الزرعوني د شورا د مرستیال په توګه په یوه خوله وټاکل شو. د غیر ټېسټ لوبېدونکو بشپړو غړو له ډلې د قطر او سنګاپور د کرکټ ادارو مشران هم د دوه کلنې دورې لپاره د اجرائیه پلاوي غړي وټاکل شول.

د غړیتوب له نورو کچو څخه د مالدیف محمد فیصل او د بحرین د کرکټ فدراسیون محمد منصور هم د اجرائیه پلاوي لپاره غوره شول.

تر دې مخکې د اسیا د کرکټ شورا ریاست د پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هند ترمنځ د دوراني تګلارې له مخې وېشل کېده؛ خو د نوې پرېکړې له مخې افغانستان هم اوس د شورا د ریاست د ترلاسه کولو قانوني وړتیا لري.

د شورا مشر سید محسن نقوي د غونډې پرېکړې وستایلې او نوی مرستیال او د اجرائیه پلاوي ټاکل شوي غړي یې مبارک وبلل. نوموړي ویلي چې د اسیا کرکټ یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د سیمې د هېوادونو، کلتورونو او نسلونو د نښلولو ګډه وسیله ده.

د نوې تګلارې له مخې، افغانستان به په راتلونکې کې د ټاکل شوې دوراني پروسې له لارې د اسیا د کرکټ شورا د ریاست د ترلاسه کولو په کتار کې شامل وي.