دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهوینا امیري وايي: سرپرست حکومت هغه سخته تګ‌لاره دوه چنده کوي چې...

وینا امیري وايي: سرپرست حکومت هغه سخته تګ‌لاره دوه چنده کوي چې دوی په ۱۹۹۰ لسیزه کې مخ ته بیوله.

ويب ډيسک

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، افغانستان ته د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ پر ورتګ بندیز او د امر باالمعروف وروستی فرمان دا روښانه کوي چې طالبان هغه سخته تګ‌لاره دوه چنده کوي چې دوی په ۱۹۹۰ لسیزه کې مخ ته بیوله.

امیري دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.

هغې لیکلي، دا د نړیوالې ټولنې لپاره اصولي، اقتصادي او امنیتي اړتیا مخې ته ږدي چې دوی په خپل دریځ ودریږي او له طالبانو سره اړیکې تر هغو عادي نه‌کړي ترڅو چې دوی د بشري حقونو په چلند کې جدي ښه والی نه وي راويستی.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د پنج‌شنبې په ورځ وویل، د ملګروملتونو د ځانګړې راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ پر سفر بندیز به د دې هېواد په اړه د نوموړي د راپور ور کولو مخه ونه‌نیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سه‌شنبې په ورځ وویل، ریچارډ بېنیټ یې افغانستان ته له ورتګ څخه منع کړی او دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د ده په خبره هغه د افغانستان ضد تبلیغات کول او یوه کوچنۍ موضوع یې غټوله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه